Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 55:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 55:3
45 Iomraidhean Croise  

زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.


يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بې‌شکه خُدائ پاک به داسې وکړى.


زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ زما اولاد له برکت ورکړه نو چې هغوئ ستا د رحم نه خوند واخلى. مالِکه خُدايه پاکه، تا دا وعده کړې ده او ستا برکت به تل دپاره زما د اولاد په سر وى.“


مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، کوم بادشاه چې تا خوښ کړے دے هغه مۀ رد کوه. هغه مينه ياده کړه چې کومه تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره کړې ده.“


زما زړۀ ستا د حُکمونو په ساتلو بوخت دے او دا قانون به تر ابده پورې منمه


ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه او ستا قانون دې ما وساتى


اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.


زۀ به تر ابده خپله مينه د هغۀ سره ساتم، زۀ به خپل لوظ د هغۀ سره کله هم نۀ ختموم.


زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم، ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


زما زويه، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته توجو ورکړه، او په غور سره زما خبرې واوره.


زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې.


زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى.


اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.


ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.


خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم.


زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.


نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“


يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى.


هغوئ به د صيون د لارې تپوس وکړى او بيا به هغه خوا ته مخ تاو کړى او ورروان به شى. هغوئ به ما سره ابدى لوظ وکړى کوم به چې کله هم نۀ هېريږى.


خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.


زۀ، مالِک خُدائ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او زما خِدمتګار داؤد به د دوئ په مينځ کښې شهزاده وى. ما مالِک خُدائ وفرمائيل.


زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى.


زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.


تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيت‌ايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.


اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.


خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ.


هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“


زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.


هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.


د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.


څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“


او خُدائ پاک د هغۀ سره د مړو نه د بيا راژوندى کولو وعده وکړه او په قبر کښې خاورې کېدو ته يې پرې نۀ ښودو، او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته د داؤد سره وعده کړے شوى پاک او حقيقى نعمتونه درکړم.“


موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“


اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan