اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.
صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.