12 ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.
دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې.
په درېم قطار کښې يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله ولګوه،
ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.
په دې کښې به درې دروازې چې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په نومونو ياديږى. د روبين دروازه، د يهوداه د دروازه، او د ليويانو دروازه.
مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى.
د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.