11 مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
اول تۀ رد کړے شوے وې او خلقو به تا نه نفرت کولو، او نۀ به څوک په تا کښې تېرېدل. خو اوس به زۀ تا د همېشه دپاره ښائسته کړم او د ټولو نسلونو دپاره به د خوشحالۍ ځائ يې.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى.