4 خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.
هغوئ سره د ټولو ګناهونو ذره ذره حساب وکړه، او په خپل خلاصون کښې ورته برخه مۀ ورکوه.
تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
چې کوم چېلے د عزازيل دپاره خوښ کړے شوے وى هغه به مالِک خُدائ ته ژوندے پېش کيږى او په بيابان کښې به عزازيل ته وشړلے شى، چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى.
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“
يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“
هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“
نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.