Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 53:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 53:3
38 Iomraidhean Croise  

په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده، اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.


خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى. او د يو بې‌وسه کس په شان شوے يم.


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.


خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.


خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى.


په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“


او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“


او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې.


هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى.


او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.


هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،


خو هغوئ ورپورې وخندل ځکه چې ښۀ خبر وُو چې هغه مړه ده.


او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


عيسىٰ په ژړا شو.


يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“


د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.


ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.


کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan