1 زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟
نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.
مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”اے د يوحنا زويه شمعونه، تۀ بېشکه بختور يې. تا دا خبره د فانى انسان نه نۀ ده زده کړې بلکې زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښې اچولې ده.
عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.
خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،
هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.
چې د يشعياه نبى دا خبره پوره شى چې فرمائيلى يې وُو، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟“
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بېوقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.
خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.