زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.
هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.