6 نو داسې به زما خلقو ته زما د نوم پته وى، او داسې به هم په هغه ورځ هغوئ ته پته ولګى چې هم زۀ کلام کوم او زۀ حاضر يم.“
اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.
خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې کله زۀ بنى اِسرائيلو له ورشم او ورته ووايم، چې زۀ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو ته رالېږلے يم، هغوئ به زما نه تپوس وکړى چې د هغۀ څۀ نوم دے؟ نو زۀ هغوئ ته څۀ ووايم؟“
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.
زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو.
اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“
بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“
طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.