Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 52:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 52:4
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو،


خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ.


نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“


هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.


تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل، او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.


څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بې‌سببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.


زۀ به په خپل مُلک اِسرائيل کښې اسوريان تباه کړم او زۀ به هغوئ په خپلو غرونو کښې د پښو لاندې کړم. د هغوئ جغ به زما د خلقو نه اخوا شى او بوج به د هغوئ د اوږو نه اوچت شى.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan