زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.