11 ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.
هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى
اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،
د بابل نه ووځئ. او د بابليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“
هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.
اے زما قومه، تاسو د تلو په وخت په خپله لار داسې نښې ودروئ چې د هغې نه په واپسۍ کښې خلقو ته د صحيح لارې پته ولګى. اے پېغلې اِسرائيله راوګرځه، خپلو ښارونو ته راوګرځه.
اے زما غوره شوے قومه د بابل نه وتښتئ، د بابليانو مُلک پرېږدئ، او د هغه نر چېلى په شان شئ چې د رَمې رهنمائى کوى.
اے زما خلقو د هغۀ نه رابهر شئ. د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د هغه ځائ نه منډه کړئ. او د مالِک خُدائ د سخت غضب نه وتښتئ.
د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.
هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى.
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.
چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.
هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى.
چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“
هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
”ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه او هغوئ پاک کړه،
خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“
هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېريهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.
د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.