23 دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.