Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 51:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 51:20
27 Iomraidhean Croise  

حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.


نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.


چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.


اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه.


ګورئ، مالِک خُدائ د اور په صورت کښې راروان دے، او د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د طوفان په شان غړمبيږى. هغه به سخت قهر سره او د اور د شغلو په شان سخت رټلو سره سزا ورکړى.


هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بې‌حوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى


کومو خلقو ته چې هغوئ دا پېشګويانې کوى نو د هغوئ لاشونه به د يروشلم په لارو کوڅو کښې د جنګ او قحط په وجه وغورزولے شى. څوک به نۀ وى چې هغوئ او د هغوئ ښځې، زامن، لوڼه ښخ کړى. او زۀ به په هغوئ هغه افت نازل کړم د کوم چې لائق دى.“


کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“


مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو.


ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول.


”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“


مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.


د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى.


په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى.


نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.


زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه بابل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بې‌وفائى وکړه.


کومه قربانى چې زۀ تاسو دپاره تياروم، د دې چربى به تاسو په مَړه خېټه وخورئ او وينه به تر هغې وڅښئ چې نشه شئ.


هوسۍ، ځنګلى ګډې، ځنګلى چېلۍ او غرڅۍ،


کۀ تاسو بد عمل کوئ او د مالِک خُدائ نه اِنکار کوئ نو هغه به په تاسو افت، وارخطائى او تکليف راولى، چې زر او په پوره توګه تباه شئ.


هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan