15 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه.
هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو او د سمندر چپې اوچتې شوې.
او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو، د هغۀ مينه ابدى ده.
تا په خپل قدرت سره سمندر په مينځ جدا کړو، د غټو بلاګانو سرونه دې په سمندر کښې مات کړل.
زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،
دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
خو اِسرائيل او يهوداه خُدائ پاک ربُ الافواج نۀ دى هېر کړى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ مُلک د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په خلاف د ګناه نه ډک دے.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.