Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 50:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 50:6
20 Iomraidhean Croise  

ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.


خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.


هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.


زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“


ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.


تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.


خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.


هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.


ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بې‌عزتى قبوله کړى.


خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ پلار ورله په مخ تُوکلے وے، نو هغې به اووۀ ورځې خپل شرم نۀ وو برداشت کړے څۀ؟ نو هغه دې اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شى او د هغې نه پس هغه واپس راولئ.“


بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،


نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.


هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.


بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.


او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې.


کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“


او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan