Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 5:8
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ به په تباه شوى ښارونو کښې ژوند تېروى، او په داسې کورَنو کښې چې په هغې کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى، داسې کورونه چې په راغورزېدو بدل وى،


هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى.


لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.


”اے بنى آدمه، کوم خلق چې تر اوسه په يروشلم کښې پاتې شوى دى ستا او ستا د خپلوانو او د اِسرائيل قوم په حقله چې په جلاوطنۍ کښې دى ورپسې خبرې کوى. هغوئ دا وائى چې څوک چې جلاوطن شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ نه لرې شوى دى، ځکه اوس هغۀ د هغوئ زمکه مونږ له په ميراث کښې راکړې ده.


”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.


افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan