يشعياه 5:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې. Faic an caibideil |
ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم.