3 نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ.
ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.
داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تراوۀ ولې ونيول؟
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“