هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بېوسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.
تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ.
په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګاډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.
پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.