يشعياه 5:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى. Faic an caibideil |
او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.