Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 5:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 5:24
44 Iomraidhean Croise  

دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بې‌عزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بې‌عزتى کوې.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى.


د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى.


تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.


د خپل لوئ جلال سره تا خپل دشمنان د پښو لاندې کړل، تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو او هغوئ دې د بوسو په شان وسوزول.


نو خلق د مِصر ټول مُلک کښې خوارۀ شول چې بوس راجمع کړى.


نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.


اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.


نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


ځکه خو د بنى اِسرائيلو مقدس ذات داسې فرمائى، ”زۀ چې څۀ درته وايم نو تاسو هغه رد کړئ او د ظلم زياتى او دوکې نه کار اخلئ.


ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.


هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.


د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“


”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.


د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.


ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.


زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم.


زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم.


بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“


د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بې‌لارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله.


خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.


د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.


خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى.


وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“


د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى.


نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.


د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“


سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan