22 په تاسو افسوس دے. د ميو په څښلو کښې خو تاسو ډېر تکړه يئ. او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ.
د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِنحدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو.
رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى.
مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.
څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟
اے لمواېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.
هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شريعت ترې نه هېر شى او ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړى.
خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“
اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى.
نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.
په تاسو افسوس څوک چې سحر وختى پاڅئ او په شرابو څښلو باندې شروع وکړئ او په ماښام کښې تر ناوخته پورې مے څښئ او ځانونه نشه کوئ.
هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“
افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى.