17 د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څرن زمکه ملاويږى.
چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“
د دوئ زړونه بېاحساسه او بېرحمه دى، خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.
کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.
د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.
ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.
نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.
د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.
محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.
په کومو غونډو باندې چې د فصلونو دپاره کوداله کېده نو هغه به هم د ازغو نه داسې ډک وى چې هيڅ څوک به هلته نۀ شى تلے. هغه به يو داسې ځائ جوړ شى چې چرته څاروى او ګډې څريږى.“
ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.
زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.
د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟
هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.
زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى.
څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.
د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى.
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى.
د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.