14 تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.
د ګډو د رمې په شان هسې به د مرګ کندې ته ګزار شى، چرته چې مرګ به د دوئ شپون وى. په سحر کښې به نېکان په دوئ حکومت کوى، د دوئ بدن به په قبر کښې ختم شى، او قبر به د دوئ کور شى.
زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.
راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى.
لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.
قبر، او د شنډې رحم، او اوچه زمکه، او تېز اور.
ستا شان او شوکت تا سره ښخ شوے دے، او ستا د بينجو ساز خاموش شوے دے. تۀ د وړو چينجو په بستره ملاست يې او د چينجو په کمبله پټ يې.
د مړو دُنيا بادشاه ته د پخير راغلې دپاره خپل ځان تياروى. کوم کسان چې په دُنيا کښې طاقتور وُو نو د هغوئ روحونه به بادشاه ته ودريږى. د بادشاهانو روحونه به د هغوئ د تختُونو نه ستا ليدو ته ودريږى.
زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
او د هغوئ د رباب او د تمبل خوشحالۍ نه ډک سازونه او د جشن آوازونه بند شوى دى.
ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.
هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.
نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،
د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.
په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“
په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.
هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.