زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
زۀ به هغوئ له داسې زمکه ورکړم چې په فصل کولو کښې به مشهوره وى، او هغوئ به نور په دې مُلک کښې د قحط په وجه په تکليف کښې نۀ وى او نۀ به د قومونو مسخرې زغمى.
په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،