Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 49:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 49:7
41 Iomraidhean Croise  

قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.


مِصريان دې د زېړو د قيمتى تُحفو سره راشى، او د ايتهوپيا خلق دې خُدائ ته لاس په دُعا شى.


تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌عزته شوم او څومره وشرمولے شوم، زما ټول دشمنان ستا په وړاندې دى.


خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.


مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى.


په هغه وخت کښې به د مِصر او اسور په مينځ کښې يوه لويه لار وى. او د دواړو مُلکونو خلق به د يو بل مُلک ته ځى راځى او د مِصر او اسور قومونه به په يو ځائ عبادت کوى.


په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.


په تېره زمانه کښې داسې څۀ نۀ وُو شوى، بلکې هم اوس اوس دا ستا په عِلم کښې راغلل. داسې ځکه وشول چې تاسو ونۀ شئ وئيلے، چې مونږ ته مخکښې نه د دې پته وه.


اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.


بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“


چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“


چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.


اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.


طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.


قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“


بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،


نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.


خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“


خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې.


او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“


خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.


هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“


کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،


نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan