4 خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بېفائدې دے، ما خپل طاقت بېفائدې او بېمقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“
هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربانګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“
ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.
څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“
ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.
نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“
هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“
ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.
د هغوئ خوارى به بېځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.
کۀ تۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړې او هغه د خپل شرارت او خرابو لارو نه منع نۀ شى هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به خپل ځان بچ کړې.
ستاسو ټول محنت به تاسو له هيڅ فائده درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو زمکه به فصلونه نۀ کوى او ستاسو ونې به مېوه نۀ نيسى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“
هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.
خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“
زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟
مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو.
زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى.
تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بېفائدې شوه او نۀ زما خوارى بېځايه لاړه.
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.