يشعياه 49:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“ Faic an caibideil |
ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.
د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“