20 ستاسو کوم خلق چې په جلاوطنۍ کښې پېدا شوى وُو نو هغه خلق به يوه ورځ تا ته ووائى، دا مُلک خو وړوکے دے، مونږ ته نوره زمکه په کار ده.
يوه ورځ د اليشع د قبيلې پېغمبران اليشع له ورغلل او هغوئ ورته وفرمائيل چې، ”په کوم ځائ کښې چې مونږ ستا د مشرۍ لاندې اوسيږو نو هغه ځائ زمونږ دپاره ډېر وړوکے دے.
کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.
يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.
خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“
زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى.
او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.