17 څوک چې تا بيا آبادول غواړى نو هغه زر واپس راروان دے، او چا چې تۀ تباه کړے يې نو هغوئ درنه ځى.
بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.
خو بيا ما هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ مونږ په دې وجه په تکليف کښې يُو چې يروشلم تباه شوے دے او د دې دروازې سوزولے شوې دى. راځئ چې د يروشلم دېوالونه بيا جوړ کړُو او د دې بېعزتۍ نه ځان خلاص کړُو.“
ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى، او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو، دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“
ما اسوريان ورولېږل چې په دې بېدينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“
اے مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى،
ستا مُلک تباه شوے وو او وران ويجاړ وو، خو اوس چې څوک د اوسېدو دپاره ورله راروان دى، نو دا مُلک به د هغوئ د اوسېدو دپاره ډېر وړوکے وى. او چا چې تاسو په کنډرو کښې پرېښودئ نو هغوئ به ستاسو نه لرې وى.
تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟
خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.
لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.
”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى.