16 ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ.
زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.
په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.
ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.
ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمدوثناء نوم اخلې.
اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربانګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.
مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتىاېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“