د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى.
خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.