Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 48:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 48:5
10 Iomraidhean Croise  

زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.


زما په شان څوک دى؟ هغه دې آواز وکړى او خپل دليلونه دې پېش کړى. هغوئ دې په ترتيب سره ووائى څۀ چې د پخوا نه شوى دى چې کله ما خپل قوم قائم کړو. هغوئ دې د راتلونکى وخت د خبرو اعلان وکړى چې څۀ به کيږى.


مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“


”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟


د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.


”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.


او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه


چې د پيړو راسې معلوم دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan