4 ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو.
د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ.
صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.
کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه، او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل. خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې، نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول.
خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ، او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“
دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.
ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى خلق دى.
تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“
ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د لږ وخت دپاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“
فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.
اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.
”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“
نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.
اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.
خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.
کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.
ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.