کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.