يشعياه 48:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى، Faic an caibideil |
خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.