Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 48:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 48:18
19 Iomraidhean Croise  

هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى


معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.


هلته به مالِک خُدائ زمونږ لوئ بادشاه وى. هغه به لکه د حفاظت د لوئ سمندر په شان وى چې يو دشمن به هم ترېنه نۀ شى اوړېدے او نۀ به پرې د دشمن سمندرى جهازُونه ګرځېدے شى.


اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه.


اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“


زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.


زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.


د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، زۀ به د درياب په شان د يروشلم سلامتى زياته کړم، او د قومونو دولت به پرې لکه د سېلاب په شان راروان وى. بيا به تاسو د هغې سينه روئ، او هغه به تاسو په ډوډى ګرځوى، او په خپل غېږ کښې به مو ځنګوى.


ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.


د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan