آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.
مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.