10 ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.
هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو.
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.
”بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.
نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربانګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربانګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.
دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.
نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به دوئ لکه د کچه سپينو زرو په شان د اور بټۍ کښې واچوم، صفا به يې کړم او وبه يې آزمايمه، زۀ نور د دې ګناه ګار قوم سره څۀ وکړم؟
زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.