يشعياه 47:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بېاولاده.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.
بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.
کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيترِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل.