Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 47:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 47:6
28 Iomraidhean Croise  

داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“


هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“


د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بې‌رحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے.


نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.


هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو.


خو زمونږ پلار نيکۀ د آسمان خُدائ پاک غصه کړو نو په دې وجه هغوئ يې د بابل بادشاه نبوکدنضر ته پرېښودل، چا چې دا کور وران کړو او خلق يې بابل ته جلاوطن کړل.


چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“


ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟


چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو.


نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.


هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى.


مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بې‌عزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول.


مالِک خُدائ په خپله هغوئ خوارۀ وارۀ کړل او نور يې د هغوئ قدر نۀ کولو. خلقو نۀ د اِمامانو عزت کولو او نۀ يې په مشرانو رحم کولو.


دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بې‌عزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.


تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې.


اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.


بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“


خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.


ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.


هغوئ به يو ظالم او بې‌رحمه قوم وى چې نۀ به د مشرانو عزت کوى او نۀ به په کشرانو رحم کوى.


ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan