15 هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.
هغوئ د ازمرو په شان غړمبيږى، د داسې ازمرو په شان غړمبيږى چې ښۀ په ځوانى کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترېنه خلاص کړى.
هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.