13 تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.
زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.
خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.
کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“
مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“
نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.
خو دا ټول کارونه بېفائدې وُو، تر دې چې د دې ډېر زيات زنګ په اور هم اخوا نۀ شو.
نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،
آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟