نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بېاولاده.“
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بېحده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بېاِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.