Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 46:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 46:9
28 Iomraidhean Croise  

خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه.


د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.


اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.


فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


د شروع نه چا دا اعلان وکړو نو چې مونږ ته به پته وے؟ د اول نه چا د دې پېشګوئې وکړه چې مونږ ووايو چې هغه صحيح دے؟ هيچا هم د دې اعلان او پېشګوئې نۀ ده کړې. هيچا هم ستا يوه خبره هم نۀ ده اورېدلې.


اول ما صيون ته د دې اعلان وکړو، او ما يروشلم ته د خوشخبرۍ پېغام وړُونکى ولېږل.


ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.


مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟


”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.


”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د بابل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“


نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.


خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.


تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.


اے بنى اِسرائيلو، ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته، د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے، ستاسو د مدد دپاره هغه په وريځو سور راځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan