4 زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.
اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو، د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.
او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.
اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو بچ کړئ هغه فرمائى، ”ستاسو د بچ کولو دپاره، زۀ به د بابل خِلاف يو لښکر درولېږم، زۀ به د ښار دروازې راوغورزوم، او د دې د خلقو د خوشحالۍ چغې به په ژړا بدلې شى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، زما خِدمت کوونکو، اے د يعقوب اولاده، اے زما غوره کړے شوو خلقو اوس ماته غوږ ونيسئ.
زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“
کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى.
کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې.
ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربانګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.
نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،
ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى.
نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو.
نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بېدينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.