تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.
زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.
راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بېشکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.