يشعياه 45:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“ Faic an caibideil |
زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.