Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 45:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 45:18
16 Iomraidhean Croise  

په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،


زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو.


بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“


برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم.


خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.


اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.


آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.


خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،


مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.


زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.


ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.


تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟


خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.


”مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan